یونېسف: افغانستان کې ۱۰ ملیونه ماشومان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري

ارشیف، افغان ماشوم

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي په افغانستان کې نږدې ۱۰ ملیونه ماشومان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغه سازمان نن دوشنبه (د وږې ۲۹مه) په یوه ټویټ کې ویلي، په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو ترڅنګ د درېدو لپاره هېڅکله دومره عاجله اړتیا نه‌وه پېښه شوې.

تېره دوشنبه د سویس په جنوا کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب په یوه نړیوال کنفرانس کې مرستندویو هېوادونو له افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو مالي مرستې ژمنه وکړه.

ټاکل شوې ده چې دا مرستې طالبانو ته ورنه‌کړل شي، بلکې د نړیوالو ادارو له‌خوا به ولګول شي.

د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش ویلي، ملګري ملتونه به هر کار چې په وس‌یې پوره وي د افغانستان لپاره وکړي.