انتونیو ګوترش: د طالبانو سرپرست حکومت د دوی ترمنځ د خپل‌منځي اختلافاتو پایله ده

(ښی-کین) د طالبانو مشر ملا هبت‌الله، د رئیس‌الوزرا مرستیال ملا برادر او د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، د طالبانو ترمنځ خپل‌منځي اختلاف شته او له همدې امله دا ډله ونه‌توانېده چې ټول‌ګډونه حکومت اعلان کړي.

انتونیو ګوترش له سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون سره مرکه کې وویل، د طالبانو له‌خوا اعلان شوې سرپرست کابینه ټول‌شموله نه‌ده.

ګوتریش وايي، که طالبان غواړي نړۍ یې په رسمیت وپېژني، باید د نړیوالې ټولنې مهمو ارزښتونو ته درناوی وکړي.

ښاغلی ګوترش زیاتوي: "موږ ګورو چې ټول‌ګډونه حکومت د طالبانو د خپل‌منځي اختلافاتو له امله جوړ نه‌شو. څه چې اعلان شول د یوه ټول‌ګډونه حکومت لپاره وروستۍ پرېکړه نه‌ده. زما په اند د افغانستان وضعیت د وړاندوينې وړ نه‌دی، په داسې یو حالت کې باید د دې هېواد په مسایلو کې ونډه ولرو او د هغو افغانانو چې ځورېږي، لاسنیوی وکړو. دا معلومه نه‌ده چې موږ بریالي کېږو، که نه، خو دا زموږ دنده ده چې هلته واوسو او خدمت وکړو."

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان د روان وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، دا سازمان نه‌شي کولای هغه ستونزې په لنډ وخت کې پای ته ورسوي چې نړیوالو متحدانو یې د سلګونه زرو عسکرو او د تریلیونونو ډالرو په لګښت سره تېرو ۲۰ کلونو کې حل نه‌کړې.

د هغه اشاره په افغانستان کې له ترهګرۍ سره مبارزې، د یوه ټول‌شموله حکومت جوړېدل او د بشري حقونو په ګډون نورو ارزښتونو ته درناوی و.

د ملګرو ملتونو سرمنشي افغانستان ته د بشرپالو مرستو په دوام ټینګار وکړ، خو دا یې هم وویل، که طالبان غواړي نړۍ یې په رسمیت وپېژني، باید د نړیوالې ټولنې مهمو ارزښتونو ته درناوی وکړي او اجازه ورنه‌کړي چې دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځالې بدل شي.

خو طالبان بیا په خپلو لیکو کې اختلاف نه‌مني.

د دوی مطبوعاتي غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، مشران‌یې خپل‌منځي اختلاف نه‌لري او د چارو د پر مخ بیولو لپاره بشپړ همغږي دي.

ښاغلی کریمي وايي: "زه ویلی شم چې اسلامي امارت اوس په خپلو ټولو چارو کې بشپړ یو موټی دی. ټول مسؤلان خپلو دندو او اهدافو ته ژمن دي او هېڅ ډول عوارض نه‌شته."

په دې اړه نور: د طالبانو په اعلان شوې کابینه کې کوم کسان غړیتوب لري؟

د ملګرو ملتونو سرمنشي داسې مهال د طالبانو په لیکو کې د اختلاف خبره کوي چې له دې وړاندې هم ګڼو رسنیو د دې ډلې ترمنځ د حکومت د جوړېدو په تړاو د خپل‌منځي اړیکو د کړکېچ په اړه راپورونه خپاره کړي وو.

دا راپورونه تر دې کچې و چې ګنې په ارګ کې د طالبانو د رئیس‌الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د حقاني شبکې د غړو ترمنځ شخړه شوې.

خو خپله ملا برادر او دغه‌شان سراج‌الدین حقاني چې اوس‌مهال د کورنیو چارو سرپرست وزیر دی، دا ادعاوې رد کړې.