داعش په ننګرهار کې د تېرو دوو ورځو د خونړیو حملو مسؤلیت واخیست

جلال‌اباد ښار کې د یوې چاودنې په سیمه کې د څېړنو لپاره راټول شوي طالبان

د اسلامي دولت ډلې یا داعش په ننګرهار کې د تېرو دوو ورځو کې د خونړیو حملو مسؤلیت په غاړه واخیست.

په دغو حملو کې چې د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد کې د شنبې او یکشنبې په ورځو وشوې د طالبانو موتړ په نښه شوي و.

د شنبې په ورځ په درېیو جلا چاودنو کې د طالبانو موټر په نښه شوي چې لږترلږه دوه تنه په‌کې وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي او پرون یکشنبه هم د طالبانو پریوه موټر په چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون لږترلږه پنځه تنه ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

د اعماق په نوم وېب‌پاڼه کې چې د داعش یوه تبلیغاتي پاڼه بلل کېږي، د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې په دوو بیانونو کې د دواړو ورځو د چاودنو مسؤلیت اخیستی او ادعا یې کړې چې په دې بریدونو کې یې له ۳۰ زیاتو طالبانو ته مرګ‌ژوبلې اړولې.

تر دې وړاندې دې ډلې په کابل کې د اګسټ میاشتې په وروستو کې د هغه خونړي برید مسؤلیت اخیستی و چې د کابل په هوایي ډګر کې وشو او د ۱۳ امریکایي سرتېرو په ګډون له ۱۵۰ زیات کسان په‌کې ووژل شول او په سوونو نور هم په‌کې ټپیان شول.

په جلال‌اباد کې د داعش د ډلې حملې له هغې وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته رسېږي، پر طالبانو لومړنۍ شدیدې حملې بلل کېږي.