د کابل له نړیوال هوایي ډګر له ۲۳۰ زیات نور کسان هم قطر ته ولېږدول شول

قطر ته رسول شوي افغانان او ځیني نور کسان چې په افغانستان کې ګېر پاتې وو.

د کابل له نړیوال هوایي ډګر څخه د قطر د هوایي شرکت څلورمه چارټر الوتنه پرون یکشنبه ترسره شوه چې له ۲۳۰ زیات کسان‌یې هغه هېواد ته ولېږدول.

د قطر د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې لؤلؤة راشد الخاطر په یوه ټویټ کې ویلي چې له کابله ایستل شویو کې د افغانانو په ګډون امریکایي او د اروپایي ټولنې اتباع دي.

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې یوه بل قطري چارواکي ویلي، په دغه الوتنه کې ۲۳۶ تنه دوحې ته ولېږدول شول چې دا د اګسټ له ۳۱مې چې له افغانستانه د امریکایي او نړیوالو متحدانو پوځي مأموریت‌یې پای ته ورسېد، تر ټولو زیات شمېر کسان دي چې په یوه الوتنه کې د کابل له هوایي ډګره ایستل کېږي.

دغه چارواکي چې نوم‌یې نه‌دی اخیستل شوی دغه‌راز ویلي چې قطر به له خپلو نړیوالو شریکانو سره په همغږۍ هغو هڅو ته دوام ورکړي ترڅو دا مسئله یقیني شي چې خلک له افغانستانه په ازادانه توګه وکړای شي بهر ته لاړ شي.