د کابل له هوایي ډګره د کام ایر سوداګریزه الوتکه اسلام‌اباد ته ورسېده

د کام ایر الوتکه

د کابل له هوایي ډګره پرون د کام ایر شرکت سوداګریزه الوتکه اسلام‌اباد ته ورسېده.

د افغانستان د هوایي چلند ادارې مسؤلان وایي، تېرو دوو ورځو کې کابل ته له پاکستان او ایران نه هم سوداګریزې الوتکې ورغلې دي.

د دغې ادارې د پروازونو د خوندیتوب د سټنډرډ مشر غلام جیلاني وفا ازادي راډیو ته وویل، د کابل هوایي ډګر د ورځې په مخه د الوتکې ناستې او پرواز ته بشپړ چمتو شوی دی.

نوموړی وایي، دوی له ازبکستان، تاجکستان، اماراتو او یو شمېر نورو هېوادونو هم غوښتي چې افغانستان ته الوتنې پيل کړي، خو وایي لا یې ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.