طالبان: په بېړه کار کوو چې له ۶ ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته ستنې شي

ارشیف، ځینې افغان زده‌کوونکې نجونې

طالبان وایي، په بېړه کار روان دی چې له شپږمو ټولګیو پورته نجونې زده‌کوونکې هم بېرته ښوونځیو ته وګرځي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، دوی اوس دې برخه کې د ځینو تګلارو په جوړولو بوخت دي چې هدف‌یې د زده‌کوونکو خوندیتوب دی.

مجاهد وایي: "د نجونو په برخه کې د مصونیت لپاره لږ طرزالعمل او لایحو ته ضرورت شته چې هغه عملي شي، دوی ته به هم زمینه‌سازي کېږي. کار په جدیت سره روان دی. ضرورت دی چې د دوی د تګ راتګ مصونیت تضمین شي او بل‌یې تعلیمي بهیر داسې تنظیم شي چې دوی جلا وي او مطمئن."

طالبان دا ډاډ وروسته تر دې ورکوي چې له تېرو دوو ورځو راهیسې تر شپږم ټولګي پورې نجونې ښوونځیو ته ځي، خو د منځنۍ او لېسې دورې ملیونونه نجونې په کور ناستې دي.

طالبان وایي، ولایتونو کې له پخوا هم د نجونو ټولګي جلا وو، خو یوازې کابل کې دا مسئله شته چې هواره به شي.