د خونړیو چاودنو دوام؛ طالبان: په افغانستان کې د داعش ریښې به ژر وچې کړو

جلال‌اباد ښار کې د یوې چاودنې په سیمه کې د څېړنو لپاره راټول شوي طالبان

طالبان په ننګرهار او کابل کې وروستي بریدونه داعش ډلې ته د منسوبو وسله‌والو کار بولي.

دې بریدونو کې چې تېرو دوو ورځو کې شوي، لږ تر لږه ۸ تنه وژل شوي او له ۲۰ زیات نور ټپیان دي.

ننګرهار چې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې ټاټوبی یادېږي، دوو ورځو کې د چارواکو په وینا د همدې وسله‌والې ډلې د خونړیو چاودنو شاهد و.

طالبان داعش د دوی په ټکو "شر اچوونکې" ډله بولي او وایي ژر به‌یې ریښې په افغانستان کې وچې کړي.

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د وروستیو بریدونو عاملان هغه افغانان دي چې د داعش تر چتر لاندې فعالیت کوي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي: "د یوې فتنه ګرې، شریرې کړۍ کار دی چې داعش ته ځان منسوب بولي. زموږ کشفیات هم همدا دي او ځیني کسان‌یې نیول شوي هم دي چې دوی پورې ربط لري. دوی صرف دا غواړي چې اشوب، ګډوډي او بې‌اطمیناني منځته راولي. کوم هدف ته رسېدلی نه‌شي، موږ هم جدي پسې یو، تعقیبوو یې، ان‌شاءالله ژر به‌یې بېخ کندنه وشي."

د طالبانو ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد

وروستۍ چاودنه پرون د جلال‌اباد پنځمه ناحیه کې د کابل اډې ته څېرمه وشوه چې د ځایي رسنیو د راپور له مخې د یوه ماشوم په ګډون ۵ تنه‌یې ووژل او ګڼ نور یې ټپيان کړل.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه وایي، چاودنه د سړک غاړې ماین له کبله هغه مهال شوې چې د طالبانو یو موټر له سیمې تېرېده.

دې موټر کې سرحدي پولیس چې اوس د طالبانو تر چتر لاندې فعالیت کوي، سپاره وو.

د شنبې په ورځ هم جلال‌اباد کې درې او کابل کې یوې چاودنې ۳ تنه ووژل او له ۲۰ زیات نور یې ټپیان کړل.

دا چاودنې افغانستان کې له شااوخوا یوې میاشتې نسبي کرارۍ وروسته شوې دي.

داعش له دې وړاندې د کابل هوایي ډګر ته څېرمه د هغې خونړۍ چاودنې مسؤلیت منلی چې له افغانستانه د بهرنیو اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د تخلیې عملیاتو پر مهال وشوه.

ارشیف، د کابل هوايي ډګر په ابې دروازه کې د خلکو ګڼه ګوڼه، هغه دروازه چې په‌کې چاودنې لسګونه کسان ووژل.

هغه برید کې د ۱۳ امریکایانو په ګډون د شااوخوا ۱۵۰ افغانانو د وژنې راپورونه ورکړل شول.

د امنیتي چارو پوهان داعش د افغانستان لپاره یو ګواښ او د طالبانو حکومت ته سرخوږی بولي.

دوی سپارښتنه کوي چې طالبان باید دغې ډلې ته د پښې ځای پیدا کولو فرصت ورنه‌کړي او په وړاندې یې جدي عملیات وکړي.

داعش له فکري پلوه طالبانو سره جدي مخالفت لري او د تېر حکومت پر مهال هم دغې ډلې او طالبانو په ننګرهار او نورو ولایتونو کې سختې جګړې وکړې.