کابل ښاروالۍ ځینې ښځینه کارکوونکې په کور کېنولې

ارشیف

د کابل ښاروالي وايي له ځینو برخو پرته‌یې ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې په کور کېني.

د کابل سرپرست ښاروال حمدالله نعماني په خپل لومړني خبري کنفرانس کې دا خبره وکړه.

نعماني بیا وویل چې ځینو برخو کې ښځینه کارکوونکې پاتې دي.

دی زیاتوي: "بازار کې زنانه تشنابونه دي. هغه کار خو نر نه‌شي کولای. ښځې د اجیرانو په صفت راځي دا کار کوي. په ناحیو کې یا په مرکز کې ځینې داسې ښځې شته چې هغه د مسلک په لحاظ باندې موږ د دوی په تناسب بل کدر نه‌لرو هغه هم راځي. د ډيزاین په برخه کې شته، د ساختمان په برخه کې شته. د الکترونیک په برخه کې شته هغه هم راځي هغه کار کوي."

نعماني وویل د ښاروالۍ له نږدې درې زره کارکوونکو په تشکیل کې ۲۷ فیصده ښځې شاملې دي، خو اوس چې اکثر په کور کېنول شوي معاشونه‌یې حواله دي.

یوازې په ښاروالۍ نه، بلکې د راپورونو له مخې له روغتیا، لوړو زده‌کړو او پوهنې پرته په ګڼو نورو دولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو برخلیک نه‌دی معلوم او اکثر یې له دندو کورونو ته ستنې کړای شوې دي.