بلومبرګ: ایا طالبان پر افغانستان واکمني کولای شي؟ تاریخ ښوولې چې نه!

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • بلومبرګ (Bloomberg)

د امریکا متحده ایالاتو بلومبرګ خپرونې په دې عنوان لیکنه خپره کړې، «ایا طالبان پر افغانستان واکمني کولای شي؟ تاریخ ښوولې چې نه!»

لیکنه په دې عبارت پیلېږي، د نړۍ رهبران له افغانستانه اوسني راپورونه په دقت تعقیبوي چې هغه د پخواني حکومت او غربي ځواکونو د ملاتړو پر ضد د طالبانو غچ ­اخیستونکي اقدامات، د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې خونړی کړکېچ او د ښځو په وړاندې تازه ځپونکي اقدامات دي.

د بلومبرګ په لیکنه، افراطي طالبان چې ځانونه بریالي ګڼي د هغه ملت د حکومتوالۍ له چلنج سره مخامخ دي چې د لوېدیځ له‌خوا یې نور مالي ملاتړ نه‌کېږي او د ډېوالي کېدو له خطر سره مخامخ دی، اکثر طالب چارواکي په خپلو کې سره وېشل شوي چې د عامه خدماتو د خرابۍ له کبله تر فشار لاندې دي.

په لندن کې یوه مطالعاتي مرکز ګاتم هاوس خبرداری ورکړی چې د افغانستان اقتصاد، د بانکونو او د حوالو د مرکزونو د تړل کېدو، د پیسو د ارزښت د کمېدو، په ښارونو کې د خوړو او تېلو د قحطۍ له وجې د سقوط په حال کې دی.

د دغه مرکز په حواله، د پیسو انفلاسیون په زیاتېدو دی، سوداګري ګډوډه شوې او خلک هم نه‌شي کولای چې خپل ورځني لګښتونه پوره کړي.

د بلومبرګ خپرونې لیکوال وړاندې زیاتوي، تاریخ ثابته کړې تر ټولو بد برخلیک چې یو عصري هېواد ورسره مخامخېدای شي دا دی چې دا هېواد د هغو افراطي وسله‌والو لاس­ته ورشي چې ادعا کوي هغه بریا یې تر ګوتو کړې چې د هغې لپاره‌یې کلونه کلونه جګړه کړې ده.

طالبانو د سپټمبر میاشتې پر ۷مه خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه چې ۳۳ غړي لري او یوه ښځه هم په‌کې نه‌شته او د ښځو چارو وزارت هم وروسته په دعوت، ارشاد، امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت واړول شو.

د دې ترڅنګ د منځنیو ښوونځیو نارینه زده‌کوونکو ته ویل شوي چې سر له شنبې ښوونځیو ته حاضر شي، خو د منځنیو ښوونځیو د نجونو زده‌کوونکو د تعلیم د بیاپیل په اړه‌یې څه نه‌دي ویلي.

  • سټارز انډ سټرایپس (Stars and Stripes)

بلې امریکایۍ ورځپاڼې سټارز انډ سټرایپس په خپله یوه تازه ګڼه کې پر طالبانو د پاکستان د نفوذ په باب لیکنه خپره کړې او د لیکوال په باور دا چې پر طالبانو د پاکستان حکومت څومره نفوذ لري په دې اړه پوښتنې وروسته له هغې ولاړې شوې چې طالبانو د سپټمبر میاشتې پر اوومه خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه.

د ورځپاڼې د مطلب له مخې ګڼ افغانان او بهرني حکومتونه په دې خوابدي شول چې په کابینه کې د حقاني شبکې مشران هم شامل دي، هغه افراطي ډله چې امریکايي او پخوانيو افغان چارواکو ورباندې تور لګاوه چې د پاکستان پوځي استخباراتي اداره‌یې ملاتړ کوي، خو د پاکستان حکومت په وار وار دغه تور رد کړی دی.

مخکې تر دې چې طالبان خپله کابینه اعلان کړي، د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر جنرال فیض حمید کابل ته سفر کړی و او د طالبانو له مشرانو سره‌یې کتلي وو.

سټارز انډ سټرایپس لیکي، د نوي حکومت د جوړېدو لپاره هڅې د حقاني شبکې د موجودیت له کبله کمزورې شوي چې په وژونکو ترورېستي بریدونو تورنه ده، دغه‌راز د اعتراض­ کوونکو او خبریالانو په ټکولو کې دخیله بلل شوې ده.

اوس واشنګټن او نور غربي حکومتونه مجبور شوي، پر پاکستان فشار راولي چې د دې ډلې په وړاندې تند دریځ خپل کړي.

د ورځپاڼې په حواله، خو د پاکستان مشران ټینګار کوي چې د نړۍ رهبران دې واقع‌بینانه سوچ وکړي او د طالبانو له نویو واکمنانو سره دې خبرې وکړي. که نه د پاکستاني چارواکو په خبره افغانستان به له بشري بحران او اقتصادي رکود سره مخامخ شي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، له طالبانو سره‌یې د یوه ټول‌­شموله حکومت په اړه چې تاجکان، هزاره او ازبکان په‌کې حضور ولري، خبرې پیل کړې دي.

عمران خان د شنبې په ورځ په خپل ټویټر کې ولیکل، دغه خبرې یې په دوشنبه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له مشرانو سره تر کتنې او د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره تر تفصیلي بحث وروسته پیل کړې دي.

طالبانو ویلي چې اوسنۍ کابینه‌یې سرپرسته ده او ډېر ژر به په‌کې بدلونونه راوستل شي.