جلال‌اباد ښار کې د طالبانو په یوه موټر چاودنې لږ تر لږه پنځه کسان وژلي

جلال‌اباد کې د تېرې ورځې د چاودنې سیمه

په جلال‌اباد ښار کې نن د طالبانو په یوه موټر باندې بمي چاودنې لږ تر لږه پنځه کسان وژلي او یو شمېر نور یې ټپیان کړي دي.

پېښه د جلال‌اباد ښار د پنځمې ناحیې اړوند کابل هډې ته څېرمه شوې.

بم د سړک په غاړه خښ شوی و چې د طالبانو د موټرو په تېرېدو چاودل شوی دی.

د لومړنیو راپورونو له مخې د یوه ماشوم په شمول پنځه کسان وژل شوي دي.

رسنیو راپور ورکړی چې له دې چاودنې ګڼ ټپي طالبان روغتونونو ته وړل شوي دي.

د راپورونو له مخې په ټپیانو کې یوه مېرمنه هم شامله ده.

چا لا د دې برید مسؤلیت نه‌دی منلی، خو پرون هم په جلال‌اباد کې یوې چاودنې لږ تر لږه درې کسان ووژل.

اسلامي دولت ډله یا داعش وسله‌وال په ننګرهار او ځینو نورو سیمو کې فعاله دي او اکثر د دغسې بریدونو مسؤل بلل کېږي.