د وزګارۍ ډېروالي او د خوراکي توکو د بیو لوړوالي په اړه د کابل ښاریانو اندېښنه

ارشیف، کابل ښار کې د خوراکي توکو بازار

وزګارتیا او په بازارونو کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالي کابل ښاریان اندېښمن کړي دي.

یو شمېر چې ثابت عاید لري وايي، د طالبانو له راتګ سره وزګار شوي او د کور د لګښت د پوره کولو توان نه‌لري.

۷۲ کلن حاجي خان متقاعد کارکوونکی او د یوې ۳۲ کسیزې کورنۍ سرپرست دی.

دی وايي، په وروستیو بدلونونو کې یې دوه زامن هم وزګار شوي دي.

حاجي خان چې د خوراکي او نورو توکو د اخیستو لپاره بازار ته راغلی د توکو د بیو له لوړوالي شکایت کوي.

دی وايي: "روزګار د خرابېدو په حال کې دی، بیې اسمان ته لوړې شوي، نه څوک اوړه او نه غوړي اخیستلی شي، په کور کې مو درې وخته ډوډۍ، دوه وخته کړې. سمه ده چې امنیت دی، خو امنیت نه خوړل کېږي، باید ارزاني راشي او ګېدې مړې شی، زه خراب الوګان او داغي رومي اخلم چې ارزانه دي.د نورو د اخیستو توان نه‌لرم."

د کابل ښار منډوي کې یو وسله‌وال طالب

دغه سپین ږیری وايي، طالبان باید د خلکو وضعیت ته پام وکړي او د خپل‌سریو او د توکو د بیو د لوړوالي مخه ونیسي.

دا یوازې حاجي خان نه‌دی چې له ستونزوسره مخ دی، بلکې ډېری خلک چې ثابت عاید لري په تېره د دولت کارکوونکي، له دغه برخلیک سره مخ دي.

په ظاهره ښکاري چې له وروستیو بدلونونو سره د خصوصي مؤسساتو، دولتي ادارو او تولیدي فابریکو کارونه په ټپه ولاړ او یایې فعالیتونه کم شوي چې ورسره کومو خلکو چې تنخوا او ثابت عاید یې درلود، وزګار شوي دي.

د کابل ښار یو هۍوال پیر محمد د توکو د بیو د لوړېدو دلیل داسې بیانوي: "موږ بیې نه‌لوړوو او یوازې ۲۰ یا ۳۰ فیصد مفاد اخلو، دا شرکتونه دي چې بیې لوړوي. بل د ډالرو پورته کېدل هم د خوراکي توکو په بیو اغېز کوي."

د کابل ښار د خوراکي توکو پلورونکي د بانکونو د فعالیتونو کمېدل او د پیسو کمېدل هم د موادو د بیو د لوړېدو لاملونه ګڼي.

خو د طالبانو د مطبوعاتي دفتر غړي بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل، د شته ستونزو د هوارۍ لپاره هڅې روانې دي او وضعیت مخ په ښه کېدو دی.

ارشیف، د کابل منډوي کې د خوراکي توکو یوه هټۍ

ښاغلي کریمي زیاته کړه: "په دې تړاو ډېرې هڅې روانې دي، بانکونه د فعالېدو په حال کې دي، د دولتي خدمتونو عرضه کول هم پیل شوي، پروازونه کېږي او سرحدونه هم خلاص دي، نو دوی ته په کتو موږ کولای شو ووایو چې وضعیت مخ په ښه کېدو دی."

د راپورونو له مخې له وروستیو بدلونونو راپدېخوا بې‌کاري په کابل کې ډېره شوې، او د ثابتو عوایدو لرونکو خپل کارونه له لاسه ورکړي، دا ستونزې لامل شوي چې ډېری ځوانان د کار موندلو په نیت د خطرونو په منلو سره، ځانونه نورو هېوادونو ته ورسوي.