یونېسف: افغانستان کې دې د نجونو په شمول د ټولو ښوونځي پرانیستل شي

ارشیف

یونېسف په افغانستان کې د نجونو په شمول د ټولو ښوونځیو د پرانیستل کېدو غوښتنه کړې ده.

د یونېسف افغانستان څانګې مشرې سم مورټ پرون په دې اړه په خپل ټویټر یو لنډ بیان ورکړی.

هغې ویلي د افغان نجونو په شمول دې د ټولو ماشومانو لپاره ښوونځي بېرته پرانیستل شي.

اغلې مورټ داسې وخت د ښوونځیو په پرانیستې ټینګار کړی چې د شنبې په ورځ په افغانستان کې یوازې د هلکانو ښوونځي بېرته پرانیستل شول.

د طالبانو له‌خوا یوازې د هلکانو د ښوونځیو د پرانیستلو په تړاو اعلامیې ګڼ غبرګونونه وپارول ځکه د نجونو د برخلیک په اړه‌یې په‌کې یادونه نه‌وه کړې.

د شنبې په ورځ بیا د باختر خبري اژانس چې دمګړۍ د طالبانو د ادارې له‌خوا مخته وړل کېږي د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد په حواله لیکلي و چې د نجونو ښوونځي به هم ژر پرانیستل شي.

مجاهد زیاته کړې وه چې د دوی حکومت په دې برخه کې پر یو طرزالعمل باندې کار کوي چې په‌کې د ټولګیو جلا کول او د استادانو د وېش څرنګوالی شامل دي.