عمران خان طالبانو سره د یوه ټول­ شموله حکومت په اړه خبرې پیل کړي

د پاکستان صدراعظم عمران خان 

د پاکستان صدراعظم وايي، له طالبانو سره یې د یوه ټول­ شموله حکومت په اړه چې تاجکان، هزاره او ازبکان په کې حضور ولري، خبرې پیل کړي دي.

عمران خان نن په خپل ټویټر کې لیکلي، دغه خبرې یې به دوشنبې کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له مشرانو سره تر کتنې او د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره تر تفصیلي بحث وروسته پیل کړي دي.

ده زیاته کړې د څلورو لسیزو تر جګړو وروسته د حکومت ټول شموله اوسېدل په افغانستان کې له سولې او ثبات سره چې د عمران خان په خبره د سیمې په ګټه دی، مرسته کوي.

د پاکستان صدراعظم پرون د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو د غونډې په څنډه کې د تاجکستان له ولسمشر سره وکتل.

طالبانو د سېپټمبر پر اوومه د سرپرستې کابینې تر اعلان مخکې د ټول­ شموله حکومت د جوړولو ژمنه کړې وه.