طالبانو د ښځو وزارت پر 'امربالمعروف او نهی عن المنکر' بدل کړ

د ښځو چارو پخوانی وزارت

د طالبانو حکومت د ښځو چارو وزارت د دعوت، ارشاد او امر بالمعروف او نهی عن المنکر په وزارت بدل کړ.

رویټرز اژانس خبر ورکړ چې په کابل کې د ښځو چارو د وزارت پر ودانۍ د دعوت، ارشاد او امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت لوحه نصب شوې ده.

بل لورته د طالبانو د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې له هلکانو غوښتي دي چې سر له نننه ښوونځيو ته ولاړ شي.

په دې خبرپاڼه کې ښوونځيو ته د نجونو د تګ خبره نه ده یاده شوې او دا نه ده څرګنده چې نجونې به کله ښوونځيو ته ځي؟

د نوېیمې میلادي لسیزې په دوهمه نیمایي کې د طالبانو د تیرې واکمنۍ پر مهال نجونو د زده کړو اجازه نه لرله.

طالبانو څه باندې یوه میاشت مخکې کابل ونیو، دوی ویلي دي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی کوي.