ملګري ملتونه: طالبان دې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي

طالبان

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په خپل پرېکړه لېک کې له طالبانو وغوښتل چې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

داسې حکومت چې په کې د ښځو بشپړ، مساوي او معنی داره ګډون خوندي شوی وي او بشري حقونه تر پښو لاندې شوې نه وي.

امنیت شورا دا پرېکړه لېک پرون په غوڅ اکثریت تصویب کړ او په کې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت، یوناما د شپږو نورو میاشتو په مخه تمدید کړ.

د امنیت شورا پنځلس غړیو په دې ډول طالبانو ته دا ښکاره پیغام ورکړ چې د دوی کارونه به له نژدې څاري.