جنرال مککنزي کابل کې د لسو ملکیانو د وژنې په خاطر بښنه وغوښته

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنېټ مککنزي

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنېټ مککنزي په کابل کې د لسو ملکیانو د وژنې په خاطر بښنه وغوښته.

جنرال مککنزي بېګا په یوه ټلوېزیوني پيغام کې تایید کړه چې د امریکا له خوا د اګسټ په ۲۹مه نېټه په کابل کې په یوه برید سره لس ملکیان وژل شوي: "تر لسو پورې ملکیان چې په کې اوه تنه ماشومان هم شامل وو، په هغه تراژیک برید کې ووژل شول. سربېره پردې موږ ته اوس جوته شوه چې دا لرې خبره ده چې موټر او هغه کسان چې وژل شوي له داعش خراسان څانګې سره کومه تړاو لرلی وي یا یې امریکا ته مستقیم ګواښ پېښ کړی وي. زه د وژل شوېو کسانو کورنۍ او دوستانو ته د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم."

د امریکا له خوا د ډرون یا بې پيلوټه الوتکې په برید سره د یوې کورنۍ دا لس غړي د کابل هوايي ډګر ته نږدې وژل شوي وو.

دا هغه ورځې وې چې امریکا له افغانستانه د خلکو په ایستلو بوخته وه او تر څنګ یې دا ګواښ هم کړی و چې د داعش له خوا د ترهګریزو بریدونو سخت ګواښ موجود دی او د دغو ګواښونو د ځوابولو لپاره په سیمه کې د امریکا پوځيان پوره چمتووالی لري.