د هند صدراعظم: د افغانستان تحولاتو د سیمې ننګونې لا را برسېرې کړې

د هند صدراعظم نارېندر مودي د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې

د هند صدراعظم نارېندر مودي وايي، د افغانستان وروستیو تحولاتو د امنیت او سولې په څېر د سیمې لویې ننګونې لا را برسېرې کړې.

مودي دا خبرې پرون جمعه (د وږي ۲۶مه) د شانګهای سازمان په سرمشریزه کې چې د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه کې جوړه شوې وه وکړې.

مودي زیاته کړه: "زه باور لرم چي د دې سیمې لویې ننګونې له سولې، امنیت او د باور په کموالي تړلي دي. لوی علت یې هم د تُندلارۍ زیاتېدل دي. د افغانستان وروستیو تحولاتو دا ننګونې لا را واضحې کړې. شانګهای سازمان باید په دې موضوع د یوه لومړیتوب په څېر کار وکړي."

د هند د ګاونډ پاکستان صدراعظم عمران خان بیا د شانګهای په غونډه کې له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې په دې حساسو شرایطو کې له افغانستان سره ودریږي.

د شانګهای سازمان سرمشریزه د دوشنبې د اعلامیې په تصویب پای ته ورسېده چې په کې ګډونوالو هېوادونو له ترهګرۍ، تُندلارۍ، او مخدره موادو سره په مبارزې او د امنیتي همکاریو په دوام ټینګار وشو.

د راپورونو له مخې د شانګهای سازمان دې دور سرمشریزه کې د افغانستان په اړه واحد نظر نه دی ورکړل شوی.