شېرمحمد: ارزګان کې یو پخوانی امنیتي منسوب وژل شوی

د ارزګان ولایت

په ارزګان ولایت کې یو پخوانی امنیتي منسوب وژل شوی او یو بل پخوانی قوماندان ټپي دی.

د وژل شوي او ټپي د کورنۍ غړو ازادي راډیو ته وویل چې طالبانو تېره شپه دا کسان هدف ګرځولي.

د ټپي شاولي قوماندان د کورنۍ نږدې غړي شېرمحمد ازادي راډیو ته وویل: "دواړه د پوستي قوماندانان وو، طالبان وايي، موږ عمومي عفوه کړې دا څنګه عفوه ده؟ دوی تېره شپه د کوره راوتل طالبانو برید پرې کړی او یو چې شاولي نومېږي، زما ماما دی ټپي دی او بل نعمت الله نومېږي وژل شوی دی."

پر ارزګان ولایت واکمن طالب مشران په دې اړه نا خبري ښيي.

خو په دې ولایت کې یوې باوري سرچینې ازادي راډیو ته تایید کړې چې نامعلومو وسله والو تېره شپه د نعمت الله او شاولي په نوم په دوو پخوانیو قوماندانانو برید کړی.

د سرچینې په خبره شاولي وژل شوی او نعمت الله چې ټپی دی دمګړی کندهار ته د درملنې لپاره انتقال شوی.