ځینې خبریالان او رسنیز فعالان: مرتضی صمدي را خوشې کړئ

مرتضی صمدي

‎د مرتضی صمدي د کورنۍ غړي لاهم د طالبانو له لوري د هغه د خوشې کېدو په تمه ناست دي.‎د مرتضی صمدي ورور مصطفی وایي، مور یې د دغه نیول شوي زوی لپاره هره ورځ اوښکې تویوي.

‎د مرتضی کورنۍ لس ورځې کېږي چې له هغه هېڅ حال او احوال نه لري.

‎د مرتضی د ورور په خبره، طالبانو ورته ویلي چې ورور یې ښه دی او ژر به له بنده خوشې شي: "مرتضی لا هم بندی دی، موږ ان ونه شو کړای هغه وګورو، یعنې د لیدنې امکان یې نه و، خو موږ سره ژمنه شوې چې هغه ښه دی او ژر به ازاد شي خو دا چې څومره د باور وړ خبره ده نه پوهېږم؟"

‎مرتضی صمدي د وږي د میاشتې په ۱۶مه نېټه په هرات ولایت کې د یو لاریون پر مهال نیول شوی دی.

‎طالبانو ویلي، ښاغلی صمدي یې په دې لاریون کې د خلکو د هڅولو په تور نیولی دی.

‎ښاغلی صمدي چې ۲۱ کلن دی په دې وروستیو کې یې په هرات ولایت کې د طالبانو پرضد د لاریونونو پرمهال عکسونو زیات مخاطبین موندلي وو او ‌‌‌‌‌‌ډېر لاس په لاس کېدل.

‎نوموړی په هرات پوهنتون کې د سیاسي علومو پوهنځي په درېیم ټولګي کې دی او له بېلابېلو رسنیو سره د عکاس او ازاد خبریال په توګه کار کوي.

‎په هرات ولایت کې د طالبانو والي مرستیال مولوي شېر احمد عمار ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې مرتضی به ‌‌‌‌‌‌ډېر ژر ازاد شي.

‎په هرات ولایت کې د وږي په ۱۶ مه د ولایت مقام مخې ته لاریون وشو چې وروسته د طالبانو په ‌‌‌‌‌‌ډزو وپاشل شو او په دې ‌‌‌‌‌‌ډزو کې دوه لاریون کوونکي ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

‎په خواله رسنیو کې د رسنیو ځینو فعالانو او خبریالانو د یو هشټک په کارولو له طالبانو غوښتي چې مرتضی صمدي خوشې کړي.

هرات کې مظاهره

‎په هرات کې د یو خصوصي ټلوېزیون خیریال شرف الدین کاکړ ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل چې د بیان او رسنیو ازادي نه باید په دې ‌‌‌‌‌‌ډول کړنو محدوده شي: "د خبریالانو غوښتنه له اسلامي امارته دا ده چې خبریالان دې محدود، قید او نه ځپي، پرې دې ږدي چې هغوی خپل فعالیتونه وکړي، کله چې خبریالان د ټولنې یوه ستونزه رابرسېره کوي د خلکو په ګټه او ان د اسلامي امارت په ګټه دی چې هغوی د خپلې مدیریتي ستونزې ته پام وکړي او د حل په لټه کې یې شي."

‎بل خوا د راپورونو له مخې له هغه وخته چې طالبان کابل ته ننوتلي له ۲۰ زیات خبریالان د دغې ‌‌‌‌‌‌ډلې له لوري نیول شوي ، وهل ‌‌‌‌‌‌ډبول او ګواښل شوي دي.

‎د دې تر څنګ د بشري حقونو او رسنیو د څار بنسټونو موندنې ښیي چې پر هېواد د طالبانو تر واکمن کېدو وروسته په ۲۰ ولایتونو کې شااوخوا ۱۵۳رسنۍ بندې شوي دي.