څېړنه: سختې وچکالۍ افغانستان کې د کرنیزو خوراکي توکو تولید ځپلی

ارشیف

د سره صلیب او د سرې میاشتې د ټولنو نړیوال فدراسیون او د دغو ټولنو د اقلیم مرکز په وروستۍ څېړنه کې په افغانستان کې پر کرنې د جګړو او کرونا وبا ترڅنګ د سختې وچکالۍ د ناوړه اغېزو خبره کوي.

د دغې څېړنې له مخې چې پرون پنجشنبې خپره شوې ویل شوي چې سختې وچکالۍ په افغانستان کې د کرنیزو خوراکي توکو تولید سخت ځپلی، څاروي کم شوي او په میلیونونو کسان له لوږې او خوار ځواکۍ سره مخامخ شوي دي.

ویل شوي چې د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې اړو کسانو ته د خوراکي موادو او نغدو پیسو ورکولو په ګډون چې پرې د ځانونو لپاره خوراکي مواد وپیري، مرستې زیاتې کړي.

په دې مرستو کې د هغو محصولاتو د کر زیاتوالی هم شامل دی چې د وچکالۍ پر وړاندې مقاومت لري او هم یې په ساتنه کې له بزګرو سره مرسته کېږي.

د سره صلیب او د سرې میاشتې د ټولنو نړیوال فدراسیون په افغانستان کې د کرنې پر سکتور په تېره د سختې وچکالۍ د اغېزو خبره داسې مهال کوي چې د ملګرو ملتونو د احصایي له مخې د دې هېواد له اتلس میلیونو زیات وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري او د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام 'UNDP' په وروستۍ سروې کې خبرداری ورکړی چې که نړیوال له دې هېواد سره مرستې ونه کړي، نو ښایي د راتلونکي ۲۰۲۲میلادي کال تر نیمایي به د افغانستان په سلو کې ۹۷ وګړي د لوږې تر کرښې لاندې ژوند کوي.