امریکا ترکیه کې د القاعده شبکې ۵ تمویلوونکي تور لېست کې شامل کړل

د ترکیې او امریکا ګډ بیرغونه

د امریکا متحدو ایالاتونو په ترکیه کې دېره د القاعده شبکې پنځه تمویلوونکي او د سفرونو اسانتیا برابروونکي د بندیزونو په تور لېست کې شامل کړل.

د امریکا خزانې وزارت پرون پنجشنبه وویل، دغه پنځه کسان چې د ترکیې او مصر وګړي دي، په ترکیه کې یې د القاعده عملیاتو ته بېلابېل ملاتړ برابر کړی دی.

ترکیه په ګاونډي هېواد سوریه کې د القاعده د عملیاتو لپاره د عمده دهلېز حیثیت لري.

دغه تروریستي ډله د سوریې په شمال لویدیځ کې د حیات تحریر الشام په نوم د یاغیانو له ډلې سره ارتباطات لري.

د امریکا د خزانې وزارت د پرېکړې له مخې د امریکا په قلمرو کې د دغو کسانو هر ډول شتمني کنګل کېږي.