طالبان: هلمند کې د یوې تاریخي کلا د نړولو مخه نیول شوې

د افغانستان په نقشه کې د هلمند ولایت

طالب چارواکي وايي چې د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې یې د یوې تاریخي کلا د نړولو مخه نیولې ده.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون غړي او د ویاند مرستیال حمدالله وثیق دا خبره وروسته له دې ازادي راډیو ته وکړه چې په ټولنیزو رسنیو کې د دې تاریخي کلا د نړېدو ویډیو خپره شوه.

په ویډیو کې بلډوزر لیدل کېږي چې د کلا دېوالونه نړوي، خو ښاغلی وثیق وايي چې د دې کار مخه نیول شوې ده: "د دې لپاره چې دا یوه تاریخي کلا ده، تقریباً تر ۱۷۰ کلونو پورې تاریخي قدامت لري، د افغانستان د تاریخ یوه برخه ده نو بیا تر مشرانو پورې خبره ورسېده او اوس ودرېده."

سره له دې چې څه باندې شل کاله پخوا طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال د بامیان د لرغونو مجسمو په ګډون د کابل موزیم ګڼ شمېر لرغوني اثار ویجاړ کړل، دا ځل تر اوسه پورې کوم راپور نه دی ترلاسه شوی چې طالبانو دې تاریخي اثار وران کړي وي.