د ډله ییز امنیت تړون د سرمشریزې څنډه کې پر افغانستان هم خبرې وشوې

د ډله ییز امنیت تړون سرمشریزه

د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پرون (د وږي ۲۵مه) د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د ډله ییز امنیت تړون د سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان په اړه په خپل منځ کې د همکاریو پر زیاتولو موافقه وکړه.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، د سرګي لاوروف او شاه محمود قریشي له کتنې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي: "دواړو خواوو موافقه وکړه چې په افغانستان او په مجموع کې په سیمه کې د ثبات او امنیت د یقیني کولو لپاره نور ګډ کار وکړي او په دې ډول هڅو کې امریکا او چین هم شامل کړي."

له بلې خوا پرون د هند د بهرنیو چارو وزیر جې اېس شنکر د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره د افغانستان پر حالاتو خبرې وکړې.

د هند د بهرنیو چارو وزیر د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره دوشنبې ته تللی دی.