د یوناما مشرې د طالبانو له امنیتي مشرانو سره د داعش پر ګواښونو خبرې وکړې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبرا لاينز

یوناما وايي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په کابل کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو له سرپرست وزیر او همدارنګه د استخباراتو د ریاست له سرپرست سره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کارمندانو په خوندیتوب خبرې کړې دي.

یوناما پر خپل ټویټر ویلي چې ديبرا لاینز په کابل کې د سراج‌الدین حقاني او عبدالحق و ثیق سره د ملګرو ملتونو د کارکوونکو پر خوندیتوب، د داعش د ډلې له‌خوا پر ګواښونو او اړو کسانو ته د مرستو د رسولو پر اهمیت خبرې کړې دي.

بل‌خوا د افغانستان ملي راډیو ټلوېزيون چې دولتي رسنۍ ده، وايي چې افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال ګیلیس میچوډ او په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر له مشرې دیبرا لاینز سره په لیدنه کې پر بشري مرستو سربېره له دوی سره د طالبانو د حکومت "د په رسمیت پېژندلو، د تور لېست د سپینولو او له افغانستان څخه د بندیزونو په ليرې کولو" هم خبرې کړې دي.

په دې موضوع خبرې داسې مهال کېږي چې د طالبانو له‌خوا اعلان شوی سرپرست حکومت تر اوسه هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی او د کابینې یو شمېر غړي یې لا هم د ملګرو ملتونو په تور لېست کې دي.

تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مشر فيلیپو ګرانډي افغانستان ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې ویلي چې په افغانستان کې د یوه لوی بشري بحران د مخنیوي لپاره دا هېواد د نړیوالې ټولنې سمدستي او دوامدارو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي دغه‌راز ویلي چې د اقتصاد او عامه خدمتونو د دړې وړې کېدو په صورت کې به بې‌ثباتي زیاته او ډېر خلک به په هېواد کې دننه بې‌ځایه کېدو یا له هېواد بهر کډوالۍ ته مخه کړي.

په افغانستان کې د بې‌ځایه شویو شمېر له درې ملیون او ۵۰۰ زره کسانو اوړي. دا هېواد په عین حال کې وچکالۍ او د کرونا وبا هم ځپلی دی.