نن تاجکستان کې دوه سازمانونه د افغانستان پر مسئلې غږېږي

ارشیف

د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه ښار د افغانستان په اړه د دوو سازمانونو د غونډې کوربه دی.

د ګډو ګټو د ډله‌ییز تړون د سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو غونډه نن پیل شوه.

د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې خبریال ملا رجب یوسفي په دې اړه وویل: "په دې غونډه کې د څو هېوادونو مشرانو د افغانستان په اړه بېلابېلو دریځونه درلودل. د قرغزستان ولسمشر دې غونډه کې د طالبانو له مشرانو سره د خبرو غوښتنه وکړه، خو د تاجکستان ولسمشر مخالفت وکړ او طالبان‌یې د یو پراخ‌بنسټه دولت د جوړولو د ژمنو په ماتولو تورن کړل."

دغه‌راز به د تاجکستان پلازمېنه دوشنبه د شانګهای د همکارۍ سازمان د دوه ورځني سرمشریزې کوربنه هم وي. افغانستان د دغه سازمان څارونکی غړی دی، خو دې غوندې ته له افغانستان څخه څوک نه‌دي ورغوښتل شوي.

د دغه سازمان یو شمېر غړو چې اکثره‌یې د افغانستان ګاونډیان دي، د افغانستان روان وضعیت ته اندېښنه ښودلې ده.

چین، روسیه، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او هند د دې سازمان دایمي غړي او ایران‌یې څارونکی غړی دی.