مکرون: فرانسوي ځواکونو افریقا کې د داعش مشر وژلی

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، د دوی ځواکونو په افریقا کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش مشر وژلی دی.

مکرون پرون ناوخته پر خپله ټویټرپاڼه د داعش وژل شوی مشر عدنان ابو ولید الصحراوي یاد کړی دی.

ده ویلي، دا د افریقا په ساحل سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې یوه لویه بریا ده.

د فرانسې ولسمشر نه دي ویلي چې د داعش دا مشر څه وخت او څه ډول وژل شوی دی؟

الصحراوي ۲۰۱۷ کال کې د نایجریا دننه د هغه برید مسولیت منلی و، چې څلور امریکایي پوځیان او څلور نایجریایي سرتیري په کې ووژل شول.

هغه ۲۰۲۰ میلادي کال کې د شپږو فرانسوي مرسته کوونکو او د هغوی د نایجریایي موټر چلوونکي د وژنې امر هم ورکړی و.