پاکستان: که طالبان ټولشموله حکومت جوړ نه کړي ګډوډ حالت به رامنځته شي

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم د افغانستان وضعیت ته اندېښنه ښکاره کړه.

عمران خان سي اېن اېن ټلوېزیون ته پرون په اسلام اباد کې وویل: "طالبان پر ټول افغانستان واکمن دي، که چېرته دوی اوس د یوه ټول شموله حکومت لپاره کار وکړي، ټولې ډلې په کې شاملې کړي، په افغانستان کې به له څلویښت کلونو وروسته سوله وي که داسې ونه شي او دا هغه څه دي چې موږ ډېر ورته اندېښمن یوو نو یو ګډوډ حالت به رامنځته شي."

د اګسټ له پنځلسمې را وروسته چې طالبانو کابل نیولی دی، دا د پاکستان د صدراعظم لومړۍ مرکه ده چې له یوې نړیوالې رسنۍ سره یې کوي.

عمران خان سي اېن اېن ته وویل چې د پاکستان استخباراتي ادارو اټکل کاوه چې له افغانستانه به د امریکايي پوځیانو تر وتلو وروسته هلته کورنۍ جګړه پيل شي، خو داسې ونه شو نو اوس باید طالبانو ته وخت ورکړل شي چې یو قانوني حکومت رامنځته کړي او خپلې ژمنې عملي کړي.