د افغانستان بانک: له پخوانیو حکومتي چارواکو ترلاسه شوي شتمني راسپارل شوي

د افغانستان بانک

د افغانستان بانک وایي، طالبانو تر ۱۲ میلیونه ډېر ډالر او یوه اندازه سره زر د افغانستان د پخواني حکومت د چارواکو له کورونو ترلاسه کړي دي او دا شتمني یې دغه بانک ته سپارلې ده.

دا خبر په داسې وخت کې خپور شوی دی چې د افغانستان په بانکونو کې ډالر او افغانۍ کمې شوي دي.

د کابل اوسیدونکې ښوونکې حمیدې ازادي راډیو ته وویل: "زه ښوونکې یم دوې میاشتې وشوې چې معاش مو نه دی اخیستی، زه د خپل کور سرپرسته یم، د کور کرایه هم دوې میاشتې پاتې ده، زه له اسلامي امارته غواړم چې زموږ معاشونه حواله کړي."

د دې په څیر د دې ښار یو بل اوسیدونکی مصطفی هم دا هیله لري چې معاش ترلاسه کړي.

نوموړی وايي: "د دولت کارکوونکی یم، تقریباً دوه میاشتې وشوې چې معاش مو نه دی اخیستی، په کور کې ډېرمشکلات دي، د کور کرایه ده، کاروبار نه شته د کور کرایه تقریباً دوه میاشتې وشوې چې پاتې ده."

په افغانستان کې د افغانۍ او ډالرو کمښت له مهمو ګواښونو څخه ګڼل کېږي.

د افغانستان مرکزي بانک پرون اعلان وکړ چې ۱۲ اعشاریه درې میلیونه ډالرچې طالبانو د پخواني حکومت د چارواکو له کورونو موندلي دي، د افغانستان بانک ته ورکړي دي.

هغه کسان چې په بانکونو کې پیسې لري هغوی ته د طالبانو حکومت د اوونۍ تر دوه سوه ډېر ډالر نه ورکوي.

د افغانستان مرکزي بانک پرون اعلان وکړ چې ۱۲ اعشاریه درې میلیونه ډالردې بانک ته ورکړل شوي.

دا پیسې هم هغه وخت خلک ترلاسه کوي چې په اوږدو اوږدو کتارونو کې په ساعتونه انتظار شي.

نړیوال بانک او د پيسو نړیوال صندوق له افغانستان سره خپلې مرستې درولي دي او د امریکا مرکزي بانک شااوخوا نهه میلیارډه او پنځه سوه میلیونه ډالرچې د افغانستان د مرکزي بانک پیسې دي، کنګل کړي دي. نړیوال دې ته انتظاردي چې طالبان خپلې ژمنې عملي کړي چې یوه مهمه ژمنه یې د ښځو حقونه دي.

د راپورونو له مخې د افغانستان تر اتلس میلیونه ډېرکسان له جدي بشري وضعیت سره مخامخ دي.

په دې ترڅ کې ملګروملتونو په خپل اونیز راپور کې خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان اووه نوي فیصده خلک به د راتلونکي کال تر نیمایي پورې د خوارۍ تر کرښې لاندې ژوند ته ستانه شي.

د دغو اندېښنو د مخنیوي لپاره د دوشنبې په ورځ په جنیوا کې د ملګرو ملتونو په کوربتوب غونډه وشوه چې په کې نړیوالو له افغانستان سره د یو اعشاریه دوه میلیارډه ډالرو مرستې ژمنې وکړې.

دا مرستې طالبانو ته نه ورکوي په دې پیسو به د خیریه موسسو او بنسټونو له لوري د ژمي په درشل کې له اړمنو افغانانو سره په راتلونکو ورځو کې مرستې وشي.