تاجکستان کې د شانګهای سرمشریزه پیلیږي؛ د اجنډا مهم ټکي پر افغانستان راڅرخي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د شانګهای د غړیو هېوادو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه نن پنجشنبه (د وږي۲۵مه) د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې پیلېږي.

افغانستان د دې سازمان څارونکی غړی دی، خو طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف پرون په پلازمېنه دوشنبې کې دا خبره وکړه: "هېڅوک بېړه نه کوي چې طالبان پوره په رسمیت وپېژني، روسیه پر طالبانو څه بندیز نه لګوي او څه شرایط هم نه ورته ږدي. دوی خپل اهداف په خپله روښانه کړي دي."

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د طالبانود اهدافو په اړه بیا وویل: "دوی د ترورېزم پر وړاندې او له مخدره موادو سره د نورې مبارزې ژمنه کړې ده. همدا راز دوی ټولو ته ډاډ ورکړی دی چې ډېرې هڅې به وکړي، ګاونډیو هېوادو ته به د افغانستان له خاورې ګواښونه نه خپریږي او دوی دا نیت نه لري چې ګاونډي هېوادونه بې ثباته کړي."

لاوروف زیاته کړه چې مسکو اوس دا څاري چې طالبان په خپلو ژمنو بشپړ عمل کوي که څرنګه؟!

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، هېڅوک بېړه نه کوي چې طالبان پوره په رسمیت وپېژني

د شانګهای د غړیو هېوادونو چین، روسیې، قرغزستان، قزاقستان، تاجکستان، ازبیکستان، هند او پاکستان مشران په نننۍ غونډه کې برخه اخلي او تمه ده چې د جمعې په ورځ د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي دوشنبې ته ورشي او په دې غونډه کې ګډون وکړي.

دا سرمشریزه په داسې وخت کې جوړېږي چې یوه میاشت وشوه چې طالبانو کابل نیولی دی او افغانستان چې هسې یې هم په نړیوالو مرستو تکیه کوله له نوي اقتصادي بحران سره مخامخ شوی دی.

طالبان تراوسه نه دي توانیدلي چې د مامورینو معاشونه ورکړي او په افغانستان کې د خوراکي موادو لوړې بیې راکابو کړي.

بل لورته د شانګهای غړي هېوادونه اندېښمن دي چې افغان کډوال به ورمات شي او دا اندېښنه هم لري که طالبان ناکامه شي دا ډله به ونه توانیږي چې د افراطي ډلومخه په افغانستان کې ونیسي؛ د هغو ډلو چې پخوا له طالبانو سره ملګرې وې.