د نجونو محصلانو د جامو په اړه د طالبانو د نویو شرطونو ضد کمپاین پیل شوی

د استاد رباني پوهنتون یو شمېر زده‌کوونکې

یو شمېر افغان ښځو د نجونو محصلانو د جامو په اړه د طالبانو د نویو شرطونو په وړاندې یو انټرنټي کمپاین پیل کړی دی.

په «جامې مې کار مه‌لره» او «د افغانستان فرهنګ» په نوم د هشتګ دغه کمپاین چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، ښځې او نجونې په تصویرونو کې په رنګارنګه دودیزو جامو کې ښکاري.

ډېرې ښځې وایي چې طالبان باید پرې خپلې غوښتنې ونه‌تپي.

په عین حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش نن په یوه ټویټ کې وویل چې د افغان ښځو او نجونو د ۲۰ کلونو لاسته راوړنې باید خوندي شي.

د طالبانو حکومت په وروستیو کې محصلانو نجونو ته ویلي چې ټولګیو ته له اسلامي حجاب سره حاضرې شي.

د طالبانو ویاندویانو په ځلونو دا خبره کړې چې ښځو ته به د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د کار کولو او زده‌کړې اجازه ورکړي.