د روسیې ولسمشر د سوریې له مشر بشارالاسد سره وکتل

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین بشارالاسد سره

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د سوریې له مشر بشارالاسد سره په مسکو کې وکتل او په سوریه کې د یاغیانو تر کنټرول لاندې پاتې سیمو پر وړاندې یې د پوځي همکاریو پر لارو چارو خبرې وکړې.

دا خبره په دمشق کې دولتي رسنیو کړې ده.

د ایران ترڅنګ روسیې په سوریه کې د لس کلنې جګړې په ترڅ کې د بشارالاسد د رژیم کلک ملاتړ کړی دی.

د دغې جګړې په نتیجه کې له ۴۰۰ زره زیات کسان وژل شوي او په میلیونونو نور بې ځایه شوي دي.

روسیه د ۲۰۱۵ میلادي کال په سېپټمبر کې دغه کړکېچ ته داخله شوه او د اسد په پلوي یې د قدرت یو تعادل رامنځته کړ چې په نتیجه کې یې اوس د اسد رژیم د دې هېواد د خاورې پر ډېرې برخې کنټرول لري.

پوتین او اسد پرون دوشنبې په مسکو کې سره ولیدل.

دواړو مشرانو له دې مخکې د ۲۰۲۰ میلادي کال په جنوري کې د سوریې په پلازمېنه دمشق کې سره کتلي و.

د کرملین د بیان له مخې پوتین اسد ته وویل چې ترهګرو ډېر زیانونه اړولي، خو ستاسو په مشرۍ حکومت پر نوي سلنه خاورې کنټرول لري.

د خبر له مخې اسد هغه څه چې ده په سوریه کې له ترهګرو د اشغال شوېو سیمو ازادېدل، د سوریې او روسیې بریالیتوب بللی، ستایلي دي.

روسیه، سوریه او ایران اکثره وختونه د سوریې د حکومت ضد وسله وال، ترهګر بولي.