د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، طالبانو ته یې مشوره دا ده چې ډېر ژر یو ټول شموله حکومت جوړ کړي.
ښاغلي کرزي دغه څرګندونې پرون له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وکړې او ویې ویل چې ټول شموله حکومت د ثبات له ټینګښت سره مرسته کوي.
طالبانو د سېپټمبر په اوومه نېټه د ملا محمد حسن په مشرۍ یوه موقته کابینه اعلان کړه.
د ښځو د وزارت له منځه وړل او دا چې دا یو ټولشموله حکومت نه دی بلل شوی د نړیوالو غبرګونونه یې راپارولي دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو په ګډون یو شمېر هېوادونو ویلي چې د طالبانو په اړه به د هغوی پر عمل قضاوت وکړي.
تراوسه هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.