د کندز ځینې هټیوال: د طالبانو په راتګ سره کاروبار ودرېد

د کندز ښار

که څه هم د تېر پرتله اوس مهال په کندز ولایت بشپړ امنیت ټینګ دی، خو په ښار کې د پخوا په شان ګڼه ګوڼه نشته، ظاهراً خلک هم په فکرونو کې ډوب ښکاري.

زیات شمېر خلک په دې باور دي چې د طالبانو په راتګ سره په ښار کې کار او بار کم شوی ځکه ټولې دولتي او غیر دولتي ادارې تړلي دي.

د ښار ګڼ هټیوال د راکړې ورکړې نشتوالي له کبله په خپلو دکانونو کې خواشینې ښکاري.

د کندز ښار یو دکاندار نثار احمد اکاخېل ازادي راډيو وویل: "دا چې یو نظام لاړ او بل راغی کار او بار ورسره په ټپه ودرېد. پخوا ۴۰ سلنه او ۵۰ سلنه کار او بار وو، اوس د کور خرڅ، د دکان کرایه او د شادګرد معاش هم نه شو پوره کولی."

د بانکونو مخې ته هم په لسګونو کسان ولاړ وي څو د پیسو اخیستلو چانس ترلاسه کړي، خو بانکونو تړلي دي.

د عبدالبصیر کاکړ په نوم د کندز ښار یوه اوسېدونکي وویل چې د بانکونو تړل کېدو خلک له جدي ستونزو مخ کړي دي: "ټول خلک له ستونزو سره مخ دي پیسې نشته. له طالبانو غواړو چې بانکونه فعاله کړي، څو خپل ضررتونه حل کړو."

د کندز ښار یوه څنډه

په ښار کې د ښځو تګ را تګ هم پيکه شوی، پر دې سربېره ان نجونۍ په ډار او ناهيلی یو نیم ښونځيو ته ځي، خو په هغه ټولګي کې چې به پخوا ۴۵ کسانو درس ویلې اوس په کې له ۷ تر ۸ پورې کسان موجود وي.

د کندز ښار د بي بي امنې د لېسې د دولسم ټولګي زده کوونکې زهرا عزیز وايي: "استادان هم د معاش نشتوالي له امله ښوونځي ته نه راځي. د پخوا په څېر زده کوونکې نه راځي. هر ټولګي کې به ۴۰ تنه او ۴۵ تنه وو، خو اوس ۷ یا ۸ تنه موجود وي."

بل خوا یو شمېر کندزیان وايي چې په ښار د خوراکي توکیو نرخونه دومره لوړ شوي دي چې ان ځینې کسان نه شي کولی د خپل د کورنیو لپاره اړین خوراکي توکي وپیري.

د نوموړي ولایت یوه اوسېدونکي عبدالقدیر مایار وايي: "له کله چې طالبان حاکم شوي بې کاري زیاته شوې، د خوراکي توکو نرخونه لوړ شوي. پخوا یوه بورۍ اوړه ۱۶۰۰ افغانۍ وه، خو اوس ۲۱۰۰ افغانیو ته لوړ شوې."

د یادونې وړ ده، طالبان د روان کال د زمري میاشتې په ۲۴مه د افغانستان چارې یې په خپل لاس کې واخېستې، خو لا هم په کندز کې بانکونه، د تحصیلي مرکزونو په ګډون ډېری دولتي او غیر دولتي ادارې تړلي دي.

زیات شمېر خلک، په ځانګړي توګه دولتي کارکوونکي د معاشونو د نه ورکړې او اقتصادي ننګونو له جدې ستونزو سره مخامخ کړي دي.