کندهار کې یو شمېر رسنیو خپل فعالیتونه درولي

کندهار کې د مېرمن راډیو هم تړل شوې

پر افغانستان د طالبانو تر واکمن کېدو وروسته په کندهار کې یو شمېر خصوصي رسنیو په ځانګړي توګه محلي راډیوګانو خپل فعالیت درولی او پاتې رسنۍ هم د اقتصادي ستونزو له امله د تړل کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

په کندهار کې د تېرو شلو کلونو په جریان کې د پنځو چاپي خپرونو ترڅنګ شااوخوا ۱۵ محلي راډیوګانو او درېيو خصوصي محلي ټلوېزیونونو شبکو فعالیت کاوه.

د تېر اګسټ میاشتې په ۱۵مه نېټه پر افغانستان د طالبانو تر واکمن کېدو وروسته له دې ډلې ټولو چاپي خپرونو دوو سیمه ییزو ټلوېزیونونو او پنځو راډیوګانو خپل نشرات و درول.

په دغه تړل شویو محلي رسنیو کې د مېرمن په نوم هغه راډیو هم شامله ده چې د بې پولي خبریالانو سازمان له خوا یې د ۲۰۲۰ میلادي کال د اغېز لرونکي رسنۍ جایزه تر لاسه کړه وه.

د مېرمنو لپاره دغه ځانګړې محلي راډيو چې د خپرونو چلوونکې یې هم مېرمني وې د تړل کېدو اصلي لامل نه دی معلوم .

خو د یو شمېر هغه محلي راډیوګانو چې لا هم فعالیت لري، مسوولان وايي د اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوي او نه شي کولای خپل مصارف پوره کړي.

دمېرمن راډیو د خپرونو چلوونکې یې هم مېرمني وې د تړل کېدو اصلي لامل نه دی معلوم .

د سماء په نوم د يوې خصوصي راډيو د خپرونو مسوول وارث احمد عمران وایي، د کندهار ترڅنګ د زابل، هلمند او ارزګان ولايتونو رسنۍ هم د ناسم اقتصادي وضعیت سره مخ شوي.

د نوموړي په وینا، هغه نړيوالو موسساتو چې مخکې يې له رسنيو سره د خپرونو په سپانسر کې همکاري کوله اوس یې خپل قراردادونه ختم کړي دي چې له امله یې رسنۍ د اقتصادي بحران سره مخ شوي.

ښاغلي عمران زیاته کړه: "دلته په کندهار، زابل، هلمند او ارزګان ولايتونو کې ډېری رسنۍ د سخت اقتصادي بحران سره مخ دي، دغه رسنۍ اوس د اقتصادي ستونزو له امله کېدای شې ډېرې دوامداره پاتې نه شې او خپل نشرات بند کړي، د دې نشراتو د بندېدو لامل دا دی چې هغه رسنيو کې د نړيوالو سازمانونو سره لنډ مهاله او اوږد مهاله قراردادنه درلودل، هغوی اعلانات او پروژې ورکولې، نو اوس د حکومت د نسکورېدو سره سم، تاسو پوهېږئ چې اکثره سازمانونه او ادارې، مطلق بندې شوي دي."

په کندهار کې د کليد په نوم د یوې محلي رادیو مسوول بخت محمد ريحان وایي، روانو حالاتو د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د دوی پرکاري ساحې هم اغیز کړی او ښځینه همکاراني یې په ډاډه زړه کار کولو ته زړه نه ښه کوي.

د نوموړي په وينا، خصوصي شرکتونه هم د کاروبار د نشتوالي له امله اعلانونه نه ورکوي او د دې وېره شته چې پاتې رسنۍ به هم خپل فعالیت ودروي.

ښاغلي ریحان زیاته کړه: "رسنۍ يو څه ټکنۍ شوي، يو څه زيان ورته رسېدلی چې هغه که د کارمندانو برخې ته وي، که هغه مالي بخش دی، همداسې که نشراتي بخش دی، مالي بخش، که زه د خپل دفتر په نمایندګي درته ووايم، لږ ترلږه شپېته اويا فيصده تغیرات په کې راغلي دي، ځکه کوم اعلانات چې نشرېدل هغه پر مخ بند شوي دي، ښځينه کارمندانې يو ډول ترس او وېره لري، کله چې دفتر ته ځي یا راځي، نو دوی په ویره کې وي، د دوی په فکر کې د دې نظام هغه پخوانی تصوير پروت دی، هغه پخوانۍ خبرې پرتې دي چې دې نظام په پخوا کې داسې کولای داسې بنديزونه يې لګول."

د محلي رسنیو د تړل کېدو سره هم مهاله په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه هم تړل شوي.

له دې ډلې د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره چې د تېرو ۱۵ کلونو راهیسې یې د رسنیو د کار کوونکو د روزنې او د هغوی حقوقي ستونزو ته د رسېدو لپاره یې کار کاوه خپل فعالیت په بشپړه توګه درولي.

عبدالسمیع غیرتمل چې یو مهال د دې ادارې مسوول وو ازادي رادیو ته وویل چې د کندهار په ټولو محلي رسنیو کې شااوخوا ۳۰۰ کسانو کار کاوه چې ۷۵ فیصده یې بې کاره شوي او یو شمېر یې له هېواده بهر وتلي.

غیرتمل زیاته کړه: "د کندهار په محلي رسنیو کې د دوه نیم سوه او درې سوه ترمنځ خبریالانو کار کاوه چې اوس یې ۷۵ فیصده بې کاره شوي او یا هم ځینې له هېواد بهر تللي."

وسله والو طالبانو که څه د رسنیو پر فعالیت بندیز نه دی لګولی، خو د محلي رسنیو د تمویل لپاره یې کومه تګلاره تر اوسه نه ده اعلان کړې.