انتوني بلېنکن به په کانګرس کې د استازو جرګې له سختو پوښتنو سره مخامخ شي

بلېنکن چې په نرم مزاج مشهور دی، د دویمې ورځې لپاره هم کانګرس ته حاضرېږي.

د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن چې په نرم مزاج مشهور دی، د دویمې ورځې لپاره هم کانګرس ته حاضرېږي او هلته به پوښتنو ته ځوابونه وايي.

هغه پرون دوشنبه د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټه کې سختو پوښتنو ته ځوابونه وویل او نن سې شنبه(د وږي۲۳مه) د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې هم پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

وروسته له هغې چې وسله والو طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، دا لومړی وار دی چې د امریکا د حکومت یو لوړ رتبه چارواکی په کانګرس کې په دې اړه پوښتنې ځوابوي.

له دې سره به په کانګرس کې د مخالف ګوند، جمهوریت غوښتونکو غړو ته چانس په لاس ورځي په افغانستان کې د امریکا د شل کلن پوځي ماموریت د ختمېدو او پر افغانستان په ناڅاپي ډول د طالبانو د واکمنېدو په اړه د ډموکرات جو بایډن اداره چلنج کړي.

انتوني بلېنکن د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې ته وویل، د بایډن ادارې د امریکايي وګړو پر خوندیتوب ډېر تمرکز درلود او بېلابېلو سناریوګانو ته پام سره یې تل دا ارزول چې د لویدیځ له ملاتړه برخمن افغان حکومت په څه ډول دوام وکړي.

د بلېنکن په وینا کې چې یوه کاپي یې تر پرونۍ جلسې مخکې د فرانسې خبري اژانس ته په لاس ورغلې ویل شوي، ان په ډېرو بدبینانه ارزونو کې هم اټکل نه کېده چې د افغانستان دولتي ځواکونه به په داسې حال کې ړنګېږي چې امریکايي ځواکونه لا هلته حضور لري.

د استازو جرګي جمهوريپال غړي مایک واتځ (Mike Waltz) او جمهوريپال سناتور لندسي ګراهام (Lindsey Graham) تېره اوونۍ په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو: "دا د توجیه وړ نه ده چې د بایډن اداره دې یوه تروریستي رژیم ته زمینه برابره کړي، څو داسې شرایط وضعه کړي چې امریکايي وګړي یا خپله یا له خپلو کورنیو سره له هغه هېواده ووځي."

امریکايي سناتور لېنډسي ګراهام

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په خپله وینا کې ټینګار کړی چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو موضوع پخواني جمهوریپال ولسمشر ډونالډ ټرمپ له طالبانو سره په موافقه کې منلې وه.

په افغانستان کې د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په واکمنۍ کې پیل، د بارک اوباما او ډونالډ ټرمپ په واکمنیو کې یې دوام وکړ او د جو بایډن ادارې پر مهال ختمه شوه چې ورسره جوخت طالبانو هم بېرته پر افغانستان ولکه ټینګه کړه چې له کبله یې د بایډن پر ادارې انتقادونه شوي دي.