ملګرو ملتونو طالبان له بشري حقونو په سرغړونو تورن کړل

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشره ميشل باشلې

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشرې طالبان له بشري حقونو په سرغړونو تورن کړي دي.

میشل باشلې نن د وږې په ۲۲مه په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې ته په وینا کې وویل چې افغانستان په یوه نوي خطرناک پړاو کې دی ځکه ډېری ښځې او د اقلیتونو او د مذهبي ټولنو غړي د خپلو حقونو په خاطر ژوره اندېښنه لري.

مېرمن باشلې زیاته کړه چې د طالبانو د ادعاوو برعکس چې وايي د ښځو حقونو ته درناوی کوي، طالبان د دې په وینا په زیاتېدونکې بڼه ښځې له عام چاپېریال څخه څنډې ته کړې دي.

اغلې باشلې زیاتوي: "طالبانو د پخوانيو ډاډېینو برعکس چې د ښځو حقونو ته به درناوی کوي په تېرو درېیو اوونیو کې ښځې، په زیاتېدونکي ډول له عمومي محیط څخه څنډې ته کړي او ډېر ځله‌یې په عامو ځایونو کې له نارینه محرم پرته هغوی ته د راوتلو اجازه نه‌ده ورکړې."

مېرمن باشلې وویل چې په ډېری مسلکي برخو کې هم پر افغان مېرمنو د طالبانو له‌خوا محدودیتونه د زیاتېدو په حال کې دي.