ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د خپل مأموریت د اهدافو دفاع وکړه

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په افغانستان کې د لوېدیځ قدرتونو د ۲۰ کلونو د هدفونو دفاع وکړه او ویې‌ویل ځیني وختونه د ترهګرۍ ګواښ مخنیوی هله کېدای شي چې په یوه ګواښ پېښوونکي هېواد کې ثبات ټینګ او پیاوړې ادارې رامنځته کړای شي.

سټولټنبرګ دغه څرګندونې د جرمني له فرانکفورټر الګیماینه زایتونګ ورځپاڼې سره په مرکه کې چې نن دوشنبه خپره شوې، کړې دي.

په افغانستان کې د امریکا او د ناټو تړون د نورو غړو هېوادونو ۲۰ کلن پوځي مأموریت د تېرې اګسټ میاشتې په ۳۱مه پای ته ورسېد، خو تر پای ته رسېدو دوه اوونۍ مخکې یې ملاتړی حکومت او افغان پوځ چې نړیوالو پرې ډېره پانګونه کړې وه، په کابل کې ړنګ شول او طالبان بیا واک ته ورسېدل.

د امریکایي پخوانیو چارواکو په ګډون یو شمېر لورو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو انتقاد کړی او هغه‌یې له وخته مخکې او په بېړه وتل بللي دي.

خو د امریکا ولسمشر جو بایډن وړمه ورځ پر امریکا د سپټمبر د ۱۱مې د تروېستي بریدونو د ۲۰م تلین په مناسبت وینا کې له خپلې پرېکړې دفاع وکړه او ویې‌ویل چې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن په وژلو سره په افغانستان کې د امریکا د پوځي مأموریت مهم هدف ترلاسه شوی و.

بن لادن چې د دغو ترورېستي بریدونو اصلي طراح بلل کېږي د ۲۰۱۱ کال په مې میاشت کې د پاکستان په اېبټ‌اباد کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.