د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر: افغانستان او پاکستان دوه وروڼه دي

د پاکستان او د طالبانو د حکومت بیرغونه

د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر، افغانستان او پاکستان دوه وروڼه هېوادونه وبلل.

عبدالباقي حقاني چې نن یې په دغه وزارت کې یوه کنفرانس ته خبرې کولې، زیاته کړه د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي لانجې به حلېږي.

د طالبانو د لوړو‌ زده‌کړو سرپرست وزیر له پاکستان د شوېو مرستو په اړه مننه وکړه او زیاته یې کړه، هیله‌مند دی چې دا مرستې دوام وکړي.

هغه د پاکستان له دولت دا هم وغوښتل چې افغانانو ته نور زیات تعلیمي بورسونه هم ورکړي.

پر طالبانو په وار- وار تور لګول شوی چې له پاکستان سره نږدې اړیکې لري.