ځینې افغانان طالبانو ته: بانکونه پرانیزئ چې د برېښنا بېلونه تحویل کړو

آرشیف

په داسې کې چې د افغانستان برېښنا شرکت له خپلو پيريدونکو غوښتنه کړې چې په خپل وخت د برېښنا بېل تحویل کړي خو په بانکونو کې تر دې دمه دې کار ته زمینه نه ده برابره شوې.

د برېښنا شرکت ويلي، که خلک په وخت د برېښنا بل تحویل نه کړي، دوی به يې جريمه کړي.

د کابل ښار اوسيدونکی الیاس وايي: '' د برېښنا بېل مو نه دی ورکړی، يوه مياشت کېږي بانکونه تړلي دي، له‌ دې سربېره اقتصاد خراب دی، پيسې نشته، له بده مرغه چې د برېښنا شرکت جريمه هم لوړه شوې، له طالبانو غواړو چې بانکونه خلاص کړي او جريمه بايد خلکو ته معاف شي.''

په پروان ولایت کې د برېښنا بل پيريدونکی سهراب وايي، د کار نشتون او دفترونو تړلو کيدو له امله نه شي کولی د برېښنا لګښت ورکړي او شته پيسې يې په بانک کې بندې دي.

دی زیاتوي: ''د بانک او برېښنا ستونزې ډېرې زياتې شوي، پيسې نشته چې د برېښنا بېل ورکړو، بې وزلي ډېره زياته شوې، نه پوهيږم له دې ژوند سره څه وکړو؟ ټول وږي دي، يو بل ته پور هم نه ورکوي، ځکه شرايط خراب دي، د شپې او ورځې ډوډۍ نشته اوس حيران يو چې د برېښنا د بېل پيسې له کومه ورکړو؟''

د ننګرهار اوسېدونکی هارون بیا وايي چې د برېښنا بېل يې راغلی خو تراوسه يې نه دی تحویل کړی: ''زموږ غوښتنه دا ده چې بانکونه خلاص شي، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، موږ غریب خلک يو، که د برېښنا بېل ورنه کړو جريمه کېږو، د افغانستان خلک له بلې لارې هم عايد نه لري، له طالبانو غوښتنه کوو چ بانکونه خلاص کړي، خلک نو پيسې له کومه کړي؟''

د افغانستان د برېښنا شرکت

د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو مخکې به د برېښنا پېردونکو خپل د برېښنا بېلونه ذ بانکونو له لارې په خپل وخت تحویلول خو اوس چې دېری بانکونه تړلي او خدمتونه محدود شوي دي دا چاره هم له ستونزې سره مخ ده.

د برېښنا شرکت اصولو له مخې که پيريدونکي په وخت د برېښنا د لګښت پيسې ورنه کړي جريمه کيږي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د طالبانو او برېښنا شرکت نظر هم ترلاسه کړي، خو بریالۍ نه شوه.

د برېښنا شرکت ویاند سنګر نيازي ازادي راډیو ته وویل، په رخصتۍ دی او په دې اړه نظر نه شي څرګندولی او د یاد شرکت نورو مسولینو هم په دې اړه ځواب ونه وايه.