طالبان: راتلونکي کې به د نجونو او هلکانو د ګډو ټولګیو مخه ونیول شي

د پوهنتون یو ټولګی

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په خصوصي پوهنتونونو کې نوي مقرارت ټاکي. د دې وزارت سرپرست وزیر عبدالباقي حقاني وايي، له دې وروسته نجونې او هلکان نه شي کولای په ګډه یوه ټولګي کې کیني.

نوموړي دا خبرې د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وکړې: "د ښځینه محصلانو لپاره به ښځینه ښوونکي وټاکل شي، خو که زیاته اړتیا ولیدل شي نارینه هم کولای شي درس ورکړي، خو هلته باید اسلامي حجاب په نظر کې ونیول شي او نارینه کولای شي د پردې تر شا ان تر دې چې کولای شي له پرمختللو وسایلو لکه سکرینه هم استفاده وکړي."

د لوړو زده کړو وزیر عبدالباقي حقاني

ښاغلی حقاني وايي، په پوهنتونو کې به د نجونو او هلکانو ټولکي جلا شي، خو هغه پوهنتونونه چې امکانات نه لري کولای شي د وخت د بدلون او د هلکانو او نجونو په منځ کې د یوې پردې په درولو سره د ګډ درس مخه ونیسي.

د نوموړي په خبره، دولتي پوهنتونونه هم ډېر ژر بېرته پرانیستل شي.

د افغانستان د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ښاغلی حقاني وايي، په پوهنتونونو کې به نور کدرونه هم وګمارل شي او هغه کدرونه چې غواړي له بهره افغانستان ته راشي د هغوي لپاره به هم زمینه برابره کړي.

نوموړی وايي، کوم کتابونه چې لیکل شوي او یا هم ژباړې ته اړتیا لري د هغې د چاپ لپاره به هم کار وشي.

خو ځیني پوهان او د پوهنتون استادان وايي، دا به ستونزمنه وي چې د نجونو او هلکانو ټولکي دې جلا شي.

د پوهنتون استاد ودیر صافی

د پوهنتون پخوانی استاد ودیر صافۍ یې په اړه وايي: "په پوهنتون کې د ځای، ټولکي او ښوونکو ستونزې لرو، که د دې لپاره ښځینه ښوونکي وروزل شي او هغه بیا ۲۱ ګونه رشتو ته وګمارل شي دا ټول ۵۰ کاله وخت نیسي، موږ باید موازې پوهنتونونه رامنځته کړو، دا زیات وخت غواړي، که په اوسنیو شرایطو کې ټولکي جلا کړو نجونې له تحصیله پاتې کېږي."

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په داسې حال کې دغه خبره کوي چې د طالبانو په لاس د کابل له سقوط وروسته ټول پوهنتونونه وتړل شول او تحصیلي چارې له ګډوډۍ سره مخ شوې.

که څه هم خصوصي پوهنتونونو بېرته په خپل فعالیت پیل وکړ، خو لا هم د لوړو زده کړو بهیر په عادي ډول نه دی پیل شوی.