ملګري ملتونه د افغانستان کنګل شوېو پیسو په اړه پرېکړه کوي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش

ټاکل شوې چې ملګري ملتونه سبا دوشنبې د سویس په جنیوا کې له افغانستان سره د بسپنې راټولولو لپاره یو لوی کنفرانس جوړ کړي.

ملګرو ملتونو د جنیوا د کنفرانس په اړه په یوه بیان کې ویلي چې دا سازمان له میلیونونو بې وزلو افغانانو سره د بشري مرستو دوام ته ژمن دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش ویلي چې افغانستان له یوه بشري ناورین سره مخامخ دی او د ملګرو ملتونو وجهي صندوق IMF ته پکار ده چې هغه شااوخوا ۴۴۴ میلیونه ډالر چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې کنګل کړي، استثنایي ازادې کړې یا یې افغانستان ته د ورکولو لپاره میکانیزمونه جوړ کړي.

د ملګروملتونو د احصایي له مخې د افغانستان د ۳۸ میلیونه وګړو نژدې نیمایي یې عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.