د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر قطر ته ځي

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان لودریان

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر نن قطر ته ځي چې د دغه هېواد له چارواکو سره له افغانستانه د پاتې فرانسوي وګړو د ایستلو په اړه خبرې وکړي.

ژان لودریان دوحې ته تر روانېدو مخکې پرون طالبان تورن کړل چې دروغ وايي.

د ده په وینا طالبانو ویلي وو چې پراخ بنسټه حکومت به جوړوي او بهرنیان او افغانان به پرېږدي چې له افغانستانه ووځي خو دا ژمنې یې عملي نه کړې.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د طالبانو حکومت به په رسمیت ونه پېژني او اړیکې به ورسره ټینګې نه کړي.

ده دا هم وویل چې لا هم څو فرانسویان او څو سوه هغه افغانان چې له فرانسې سره یې همکاري کړې ده، په افغانستان کې پاتې دي.