پي ای اې: له دوشنبې به د کابل هوایي ډګر ته چارټر الوتنې پیل کړو

د پاکستان هوایي شرکت پي ای اې

د پاکستان هوایي شرکت پي ای اې وایي، د دوشنبې له ورځې به د کابل نړیوال هوایي ډګر ته چارټر الوتنې پیل کړي.

پې ای اې پرون شنبې په یوه بیان کې وویل چې د کابل هوایي ډګر کې د الوتکو د کښیناستو لپاره یې د افغانستان د ملکي هوایي چلند د ادارې له خوا اجازه ترلاسه کړې ده.

ټاکل شوې د پي ای اې یوه ایربس ۳۲۰ الوتکه سبا له اسلام اباده کابل ته الوتنه وکړي.

د پاکستان هوایي شرکت ویلي چې د بهرنیو هېوادونو یو شمېر سفارتونو او نړیوالو سازمانونو ورڅخه غوښتنه کړې وه چې د کابل هوایي ډګر ته الوتنې بېرته پیل کړي.

تر دې مخکې د پنجشنبې او جمعې په ورځو د کابل له هوایي ډګره د قطر د هوایي شرکت چارټر الوتنو کې شااوخوا ۴۰۰ کسان وایستل شول.