قطر: نړیوال دې افغانانو سره ژر بشري مرستې وکړي

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني

د قطر د بهرنیو چارو وزیر له نړیوالو وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره هر څومره ژر چې کیدای شي، بشري مرستې وکړي.

محمد بن عبدالرحمن الثاني دغه غوښتنه له خپل روسي سیال سرګي لاروف سره تر کتنې وروسته پرون شنبې (د وږي ۲۰مه) په مسکو کې په یوه خبري غونډه کې وکړه او ویې ویل چې که په افغانستان کې وضعیت لا خرابیږي نو هېڅ یو ګاونډی به یې له ناوړه اغېزو خوندي نه وي.

الثاني زیاته کړه: "قطر او روسیې موافقه وکړه چې دې ته اړتیا ده چې د افغانستان د خلکو ملاتړ او ورسره سمدستي مرستې وشي. همدارنګه زموږ له نظره دې ته اړتیا ده چې بشري مرستې باید خپلواکې او په دې هېواد کې له سیاسي وضعیت سره تړلې نه وي."

د روسیې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، هغه څه چې په افغانستان کې پېښ شوي، ډېر یو دردونکی بشري وضعیت یې رامنځته کړی چې کیدای شي له دې هېواده ګاونډیو هېوادونو ته د کډوالو د ورماتېدو سبب شي.

لاوروف زیاته کړه، دا د ټولو هغو هېوادونو چې د افغانستان په روان وضعیت کې ښکېل دي، په تېرو هغو چې د ده په وینا په دې هېواد کې یې بشري بحران رامنځته کړی، مسولیت دی چې د افغان کډوالو د ستونزې حل لارې ولټوي.

له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو او د طالبانو له خوا د کابل له نیولو وروسته افغانان له اقتصادي پلوه لا له ډېرو ستونزو سره مخامخ شوی او نړیوالو په تېره امریکا هم د افغانستان د مرکزي بانک شااوخوا لس میلیارډ ډالره شتمني کنګل کړې او د طالبانو اداره ورته لاسرسۍ نه لري.