خلیلزاد: تېرو ۳ ورځو کې له ۲۵۰ زیات کسان له کابله ایستل شوي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي په تېرو درېیو ورځو کې د لسګونه امریکايي وګړو او د متحدو ایالاتونو د دایمي ویزو د لرونکو په ګډون له ۲۵۰ زیات کسان له کابله ایستل شوي دي.

ښاغلي خلیلزاد پر ټویټر لیکلي چې دا کسان د قطر د هوايي شرکت په الوتنو کې وتلي دي.

خلیلزاد دا یو مثبت پرمختګ بللی دی. هغه له طالبانو څخه په دې مهمه چاره کې د همکارۍ په خاطر مننه کړې.

ښاغلي خلیلزاد ویلي دي چې له قطر، طالبانو او نورو اړخونو سره تماسونه به دوام وکړي، څو له افغانستانه د امریکايانو، بهرنیو وګړو او هغو افغانانو خوندي وتل یقیني شي چې غواړي ووځي.