بغلان کې د خټکیو او هندواڼو د زیات حاصل اټکل شوی

ارشیف؛ خټکي او هندواڼې

سږکال په بغلان ولایت کې د خټکيو او هندواڼو د زيات حاصل اټکل شوی دی.

د افغانستان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په خپل فيسبوک پاڼه کې ليکلي چې سږکال به ۱۵۰ زره او ۴۰۰ مټريکه ټنه حاصلات ترلاسه شي.

د دې وزارت له لوري په خپور شوي راپور کې ويل شوي چې يوازې سږ کال اووه نیم زره هکټاره ځمکه کې خټکي او هندواڼې کرل شوي چې د دغو کروندو حاصلات ۱۵۷ زره او ۹۲۹ ټنو ته رسېږي.

د وزارت د‌ معلوماتو له مخې تېرکال دغه ولایت کې د شااوخوا ۷ زره هکتاره ځمکې څخه ۱۴۰ زره مټريکه ټنه د خټکېو او هندواڼو حاصلات ترلاسه شوي وو.

د کرنې وزارت وايي، دبغلان ولايت د مرکزي بغلان، پلخمري او نورو ولسوالیو بزګرانو د سږني حاصلاتو د زیاتوالي اصلي لاملونه د بزګرانو تجربې، نویو میټودونه او عصري وسایلو سره اشنایي او له اصلاح شويو تخمونو څخه استفاده کول په ګوته کړي دي.

د دې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، مرکزي بغلان، ډنډ غوري،پلخمري او دوشي د بغلان ولايت هغه ولسوالۍ دي چې تر نورو په کې د هندواڼو او خټکيو کروندې ډېرې دي.