امریکا کې د تروریستي پېښې کلیزه؛ بایډن له خپلو خلکو ملي یووالی وغوښت

امریکا کې د سېپټمبر د ۱۱مې پېښه

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن د سېپټمبر د ۱۱مې د تروریستي حملو د شلمې کلیزې په مناسبت، له خپلو خلکو د ملي یووالي غوښتنه وکړه.

هغه پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "د مبارزې لپاره د امریکا په روح کې یووالی، زموږ د ځواک تر ټولو غټ ټکی دی."

ولسمشر بایډن وویل چې شل کاله مخکې پر امریکا په تروریستي حملو کې څه کم درې زره کسان ووژل شول.

په دې اړه نور: د سېپټمبر د ۱۱مې پېښه؛ بایډن له خپلو خلکو د ملي یووالي غوښتنه وکړه

نن شنبه به لومړۍ مېرمن جېل بایډن د ۲۰۰۱میلادي کال د سېپټمبر د یوولسمې د حملو درېیو سیمو ته لاړه شي: نیویارک، پنټاګون او په پنسلوانیا کې یوه ساحه.

شل کاله مخکې د سېپټمبر په یوولسمه په نیویارک کې د نړیوالې سوداګرۍ دوه لویې ودانۍ، په واشنګټن ډي سي کې پنټاګون یا دفاع وزارت او څو نور ځایونه د تروریستانو له خوا د تښتول شوېو الوتکو په وسیله په نښه شول.

دا پېښه نه یوازې په متحدو ایالاتونو بلکې په افغانستان کې د ژور بدلون باعث شوه ځکه امریکا القاعده شبکه په دې حملو تورنه کړه او په دې پلمه یې له پېښې څو اوونۍ وروسته پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو رژیم یې چې د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن ته یې پناه ورکړې وه، وپرځاوه.

ولسمشر بایډن پرون په خپلو خبرو کې وویل، د سېپټمبر د یوولسمې تر حملو وروسته د دوی ملت یو بېساری حرکت تجربه کړ چې هغه د ملي یووالي لپاره د خلکو تعهد و.

ولسمشر بایډن پرون په خپلو خبرو کې وویل، د سېپټمبر د یوولسمې تر حملو وروسته د دوی ملت یو بېساری حرکت تجربه کړ

ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د کرونا وبا د مهار، د کرونا ضد واکسین لپاره د درستوراتو او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په تړاو ورباندې سخت انتقادونه کېږي.

ټاکل شوې چې د امریکا په بېلابېلو ایالاتونو کې نن د دې ورځې په ویاړ ځانګړي مراسم جوړ شي.

په نیویارک کې به په دې مراسمو کې د پولیسو او د اطفایي د مامورینو د وژل شوېو افسرانو له کونډو او ماشومانو سره د مرستې د صندوق فعالان هم ګډون وکړي.

دا صندوق له هغو کسانو سره مرسته کوي چې د سېپټمبر د ۱۱مې د حملو په نتیجه کې ناروغۍ ورته پیدا شوې دي.

دا ټولنه همدا راز د هغو کسانو د کورنیو له غړو سره ګوري چې په دې حملو کې وژل شوي دي.

د نیویارک د دوو دنګو نړېدلو ودانیو ځای چې د دې پېښې په یاد څلی په کې جوړ شوی له شلو کلونو وروسته لاهم د هغو توریستانو لپاره په زړه پورې دی چې د نړۍ له بېلابېلو سیمو څخه ورته راځي.