د سېپټمبر د ۱۱مې پېښه؛ بایډن له خپلو خلکو د ملي یووالي غوښتنه وکړه

ولسمشر بایډن

د امریکا د متحدو ایالاتونو ولسمشر جو بایډن د سېپټمبر د یوولسمې د تروریستي حملو د شلمې کلیزې په مناسبت، له خپلو خلکو د ملي یووالي غوښتنه وکړه.

هغه پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "د مبارزې لپاره د امریکا په روح کې یووالی، زموږ د ځواک تر ټولو غټ ټکی دی."

ولسمشر بایډن وویل چې شل کاله مخکې پر امریکا په تروریستي حملو کې څه کم درې زره کسان ووژل شول.

نن شنبه به لومړۍ مېرمن جېل بایډن د ۲۰۰۱میلادي کال د سېپټمبر د یوولسمې د حملو درېیو سیمو ته لاړه شي، نیویارک، پنټاګون او په پنسلوانیا کې یوه ساحه.