ملګروملتونو د افغانستان د احتمالي اقتصادي سقوط په اړه خبرداری ورکړ

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش د افغانستان د احتمالي اقتصادي سقوط په اړه خبرداری ورکړی.

ښاغلي ګوتېریش پرون خبریالانو ته د څرګندونو پرمهال، د داسې یوه احتمال د مخنیوي لپاره افغانستان ته د پیسو د جاري کولو غوښتنه کړه.

ګوتېرېش وویل، اقتصادي سقوط به د افغانستان لپاره د یوه ناورین او تروریستانو ته د یوې تحفې حیثیت ولري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي دا خبرداری وروسته له هغه کوي چې د افغانستان لپاره د ده ځانګړې استازې دیبرالاینز د پنجشنبې په ورځ امنیت شورا ته د وینا پر مهال وویل، د میلیاردونه ډالرو په ارزښت په بهر کې د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل به خامخا د افغانستان پر اقتصاد ډېر ناوړه اغیز وکړي.

ګوتېرېش وویل، باید داسې یوه لاره وموندل شي چې د داسې یوه ناورین مخه ونیول شي.