قطر او ترکیه هڅه کوي چې د کابل هوايي ډګر نړیوالو الوتنو ته چمتو کړي

د کابل هوايي ډګر

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وايي چې له خپل ترک سیال سره یې د کابل د نړیوال هوايي ډګر د بیا پرانیستو لپاره د دواړو هېوادونو پر همکاریو خبرې کړي.

قطر او ترکیه په ګډه هڅه کوي چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د نړیوالو الوتنو لپاره له تخنیکي پلوه چمتو کړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آلثاني پرون- جمعه پر ټویټر په یوه بیان کې وویل چې له مولوت چاووش اوغلو سره یې د افغانستان په اړه خبرې کړي.

آلثاني ویلي چې د کابل د هوايي ډګر د بیا پرانېستو او له نړۍ سره د افغانستان د بیا وصلېدو په هدف د ترکیې او قطر د همکارۍ له نتایجو څخه خوشاله دی.